تېره ورځ په کابل کې د یوه بلوڅ کور ته لاسي بمونه غورځول شوي، خو مرګژوبله نه لري. کله چې طالبان کابل ته داخل شول، په کابل کې لسګونه بلوڅان چې له پاکستان څخه کابل ته مهاجر شوي وو، ځینې د طالبانو لخوا قتل او ځینې نور پاکستان ته وسپارل شول. د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې هغه بلوڅان وژل کېږي چې د پاکستان د پوځ خلاف دي. د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ دائم بلوڅان تعذیب، زنداني او تري-تام کوي. بلوڅان د پاکستاني مېچنې د دوو تختو په منځ کې تعذیب کېږي او هېڅوک له هغوی سره مرسته نه کوي. هغه مېچن چې یوه تخته یې پاکستان او بله یې طالبان دي.